AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۹ ۱۸:۲۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85685070
T T
۰ Persons

Tags

صهیونیستي رسنۍ: تل ابیب له هیئت التحریر الشام سره مستقیم تماس لري

کابل- ایرنا- د صهیونیسټ رژیم یوې رسنۍ راپور ورکړی چې دغه رژیم په سوریه کې له مختلفو ډلو سره په مستقیمه اړیکه کې دی چې په هغو کې وسله والې ډلې «تحریر الشام» (پخوانۍ جبهة النصره) هم شامله ده چې پر سوریه یې خپل کنټرول اعلان کړی دی.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، صهیونیسټی خبری آژانس واللا یکشنبه د لیمړۍ په ۱۸ نیټه لیکلی چې صهیونیسټ رژیم په سوریې کې د هيئت التحریر الشام د وسله والې ډلې په شمول له ډیرو ډلو سره مستقیم او غیر مستقیم تماسونه لری.

 دغه آژانس زیاته کړه: په دې پړاو کې اسرائیل له وسله والو دلو څخه غواړی چې پولې (سوریې له اشغال شویو سیمو سره) ته نږدي نه‌ شي.

 صهیونیسټي رسنیو هم د سوریې پولو ته د صهیونیسټي رژیم د پوځ د ۹۸مې لوا او د پاراګلایدر کنډک او کمانډو د استولو خبر ورکړی دی. له دې مخکې صهیونیسټی خبری سرچینو خبر ورکړی وو چې د اسرائیلو د پوځ ټانکونه نن سهار د اشغاب شوي ګولان له سرحده تیر شول او د سوریې خاورې ته داخل شول.

 دغو سرچینو زیاته کړې چې د اسرائیلو د رژیم پوځیان له خپلو ټانکونو سره د سوریې په جنوب کې د «القنیطره» سیمې ته ننوتلی دی.

 دصهیونیسټ رژیم خبری سرچینو زیاته کړه د دغه رژیم پوځ په ګولان سیمه کې د وسلو په ډیپوګانو حمله وکړه. ځینو نورو خبري سرچینو د ګولان په «خان ارنبه» سیمه کې د صهیونیسټی پوځیانو د رسیدو او په اشغال شوي ګولان بفر زون کې د خپلو ځواکونو د پیاوړتیا خبر ورکړ.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .